اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي چ?? حكومت د پاكستان سټيل ملز٬ پي آئي اے او د پاكستان رېلوے پشان د ستراتيژيكي اهميت لرونكو سركاري ادارو د نجكارې كوم پلان ??ه لري خو د غېر ستراتيژيكي اهميت ادارو نجكاري به كولې شي۔ د خالي په ورځ په يوه مركه كښې ده وو??يل چې پاكستان سټېل ملز په هغو پروژو كښې شامل دي كوم چې په هېواد كښې د خام اوسپنې او كوئلې په پراخا موجودګې كښې ډېر ستراتېژيكي اهميت لري۔ ده وو??يل چ?? حكومت د پاكستان سټېل ملز انتظاميې ته ملز پوره صلاحيت سره د چلولو په غرض جامع پلان ??ړاندې كولو لپاره د 45 ورځو وخت وركړے۔ د تېر وخت دوه حكومتونو د پروژې فزېبلټي سټډي كړې وه٬ يوه سټډي ?? روسيې او بله د چين څخه شوې او دواړو پروژه د عمل وړ او ګټوره ګرځولې وه۔ د پي آئي اے په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې اسد عمر وو??يل چې په دې وروستيو كښ?? حكومت د ائرلائن بزنس چلولو لپاره د 23 اربه روپو بېل آؤټ پېكج منظوري وركړې وه خو دا مستقل حل نه دے۔