اسلام آباد 07 نومبر (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفا??ي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي د كال 2018 ټول ټاكنو په اړه د پارليماني كمېټۍ وړومبنۍ غونډه كښې د دفاع وفا??ي وزير پروېز خټك ټولو په ګډه د كمېټۍ چيئرمېن غوره كړی دې٬د ټي او آرز لپ??ره به زېلې كمېټۍ جوړولی شي٬په كال 2013 كښې په ټول ټاكنو كښې درغلي شوې وه ٬ فارم 16 بې دركه ؤ٬ كال 2018 ټاكنې سپيځلې شوي٬اپوز??شن دې خپل شوق تر سره كړي۔د شورو په ورځ د پارلمان په خوا كښې مېډيا سره پھ خبرو كښې وفا??ي وزير ووئيل نن د كال 2018 ټول ټاكنو په اړه د پارليماني كمېټۍ وړومبنۍ غونډه وشوه چې پكښې د قامي اسمبلۍ او سېنېټ غړو ګډون وكړو۔د كمېټۍ په وړومبنۍ غونډه كښې په متفقه توګه د دفاع وفا??ي وزير پروېز خټك د كمېټۍ چيئرمېن غوره كړی شوې۔د اطلاعات وزير ووئيل د كمېتۍ غونډه كښې د پاكستان پيپلز ګوند قامي اسمبلۍ غړي سيد نويد قمر د كمېټۍ چيئرمېن لپ??ره د دفاع و??ير پروېز خټك نامه وړاندې كړې او د مسلم ليګ(ن)غړي مرتضٰی جاوېد عباسي يې ملاتړ وكړو۔وفا??ي وزير ووئيل ټي او آرز په اړه به زېلې كمېټۍ جوړولی شي چې معاملات به مخ په وړاندې بوځي٬مسلم ليګ(ن)په ټاكنو كښې د ټګۍ په اړه وئېلي وو٬درغلي ثابتول د اپوز??شن ګوندونو كار دے۔چوهدري فواد حسېن ووئيل د 2013 ټاكنو كښې د درغلۍ په اړه ټولو ته معلومه ده چې فارم 16 نه ؤ او د كال 2018 په ټول ټاكنو كښې فارم 45 په انټرنېټ موجود ؤ ۔ده ووئيل اروپائي ائتلاف پخپل راپور كښې 2018 ټول ټاكنې سپيځلې ګرځولې ٬ اپوز??شن به د خپلو تورونو ثابتولو لپ??ره شواهد وړاندې كوي