اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي پاكستان تركيې سره قوي دوه اړخيزه اړيكې لري٬په دې اړيكو په سياسي نظام كښ?? بدلون هېڅ اثر نه پرېباسي ٬وخت سره سره به د د??اړ?? هېوادونو ترمينځه په سياست٬دفاع٬تعليم او د تجارت په اړه اړيكې لا ښه شي۔اناطوليا خبري اژانس سره په خپله يوه خاص مركه كښ?? اولس مشر ووئيل د پاكستان او تركيې ترمينځه اړيكې پھ الفاظو كښ?? نه شي بيانېدې۔د??اړ?? هېوادونه ځانګړی او قوي اړيكې لري چې بنياد يې په ورثه كلتور٬او مذهب جوړ دے۔ده وئيل دا اړيكې به وخت تېرېدو سره لا قوي شي۔زما په خيال د سياسي نظام يا په نړۍ كښ?? د كوم بدلون به په دې اړيكو آغېز ونه شي۔اولس مشر ممنون حسېن د تركيې د اولس مشرۍ په ټاكنو كښ?? د رجب ط??ب اردوان په كاميابۍ مباركي وركړه او هغه يې خپل ورور وګرځولو۔ده د ترك قوم خوشحالۍ او پرمختګ لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔اولس مشر ووئيل په سباؤن كښ?? د د??اړ?? هېوادونو ترمينځه د تجارتي اړيكو زياتېدو هيله ده۔اولس مشر ووئيل تركيه د منطقې مهم هېواد دے او د اقتصاد په څانګه كښ?? ښه كار كوي۔پاكستان غ??اړ?? چې د خپلو مصنوعاتو د تركيې مصنوعاتو سره تبادله وكړي۔اولس مشر د تركيې لخوا پاكستان نيوي ته د سمندري جهازونو د خرڅولو اقدام وستائېلو او وې وئېل د اوږدې مودې نه د د??اړ?? هېوادونو ترمينځه په دې اړه مرسته روانه ده او په نورو څانګو كښ?? به هم مرسته وده وكړي۔اولس مشر د تركيې د كوآپرېشن اينډ كوآرډينېشن ايجنسۍ لخوا په پاكستان كښ?? كار وستائېلو او وې وئېل دا اداره د زلزلې ا?? سېلابونو په مهال د ځپليو مرستې لپاره په فعاله ډول كار كوي او چا چې په پاكستان كښ?? يې يو شمېر سكولونه او روغتونونه هم جوړ كړي۔اولس مشر ممنون حسېن ووئيل پاكستان د شنګهائي مرستې تنظيم د غړيتوب په ترلاسه كولو به د تركيې هركلې كوي۔دې سره به تنظيم ته ډېره ګټه ورسي