اسلام آباد 04 جون (اے پي پي) او??س مش?? ممنون حسېن وئيلي دي ??ې په پاكستان كښې غېر ملكي سرمايه كارو لپاره دوستانه ماحول او غوره قوانين معرفي كړې شوي دي كوم چې سرمايه كارو او پاكستان دواړو لپاره ګټور ثابتېدې شي٬ پاكستان او يونان د صنعت٬ تجارت او مواصلاتو په څانګو كښې د مرستې نوې لارې لټولې شي۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ د يونان مود?? ترسره كو??نك?? سفير دېمي ټرېوس زرئې ټس د خبرو په مهال وكړې۔ په دې موقع نور اعلٰي چارواكي هم موجود وو۔ او??س مش?? ووئيل ??ې پاكستان يونان سره ډېرې ژورې دوه اړخيزه اړيكې لري او په دې لړ كښې مود?? ترسره كو??نك?? سفير ډېره خواري كړې او په دې هغه د مباركې حقدار دے۔ ده هيله څرګنده كړه چې د يونان صنعت كار٬ تجاران او سرمايه كار دې په پاكستان كښې د سرمايه كارې د موقعو نه زياته استفاده وكړي۔ مود?? ترسره كو??نك?? سفير دېمي ټرېوس زرئې ټس په ښه مېلمستيا كولو د او??س مش?? ٬ حكومت او د او??س مننه وكړه او وې وئيل ??ې په پاكستان كښې د پاتې كېدو په مهال يادونه به د ده په ذهن كښې تل تازه وي۔