اسلام آباد ۔02 جون (اے پی پی) د نامزدګی فارم او حلقه بندیو په اړه د عدالتي پرېكړو څخه رامخې ته شوي ابهام لرې كولو له الېکشن کمېشن سپريم كورټ ته د رجوع كولو پرېكړه كولو سره دا خبره په ډاګه كړې چې ټول ټاكنې به د شېډول ترمخه په 25 جولائي 2018ء كېږي۔الېکشن کمېشن كښې د لاهور هائيكورټ لخوا د نامزدګۍ كاغذونو په اړه د راغلې رپرېكړې او د بلوچستان هائي كورټ لخوا د ځينې انتخابي حلقه بنديو كالعدم ګرځولو په پرېكړه غوره كولو له بېړنۍ غونډه د خالي په ورځ د چیف الېکشن کمېشنر جسټس(ر) سردار محمد رضا په مشرۍ كښې وشوه۔ غونډه كښې د كمېشن غړو ٬ د الېكشن كمېشن سېكتر ، ايډيشنل سېكتر او نورو چارواكو ګډون وكړو۔ غونډه كښې د سركاري افسرانو غوره كېدو ا?? تبادلو پ?? چارو هم غور وكړې شو۔ د الېكشن كمېشن ايډيشنل سېكتر ډاكټر اختر نذیر میډیا ته د بریفننګ په مهال غونډه كښې د شوي پرېكړو په اړه و??ئيل۔ ده و??ئيل د بلوچستان هائي كورت لخوا د كوئټې د8 صوبائي اسمبليو حلقه بندۍ كالعدم ګرځولې شوي۔ ددې په ضد الېكشن كمېشن په سمدستي توګه سپريم كورټ ته د رجوع كولو پرېكړه كړې۔ ??ه و??ئيل الېكشن كمېشن دا حالات نظر كښې نيولو سره د ټول هېواد ريټرنګ افسرانو ته د جون په 3 او 4 نېټه د نامزدګۍ فارمونو نه اخستلو هد??يت كړې۔ ?? سپریم کورټ لخوا پرېكړه راتلو څخه وروستو به نوې هدايات جاري كولې شي۔ الېكشن كمېشن په غونډه كښې د تعينات كېدو ا??سني عمل سختۍ سره نوټس واخستو ا?? اړوند صوبائي حكومتونو څخه ئې سپيناوې وغوښتلو۔ كمېشن به ددې جاج اخستلو سره حتمي احكام جاري كړي۔ ده و??ئيل كوم هم نګران حكومت يا اتھارټي د ټاكنو قانون ترمخه د الېكشن كمېشن اجازې نه غېر كوم ملازم تعينات كولې يا ئې تبادله كولې نه شي۔ ده و??ئيل په انتخابي شېډول كښې دوه څخه تر درې ورځو ګنجائش شته۔ ده و??ئيل ابهام لرې كولو له تر ټولو غوره فورم سپريم كورټ دے۔ دا خبره دې ښكاره و?? چې د الېكشن كمېشن دا موقف د اول نه دے چې د نامزدګۍ فارم بايد د رولز برخه و??۔