اسلام آباد 12 اپرېل (اے پي پي) وفاقي كابينې د پاکستان او کیوبا د دوو كتابتونونو ترمېنځه د تفاهم د يادښتونو او د 54 اوورسيز ا??مپ??ائمنټ پرومټرز د لائسنسونو د اجرا ء منظوري وركړې ده ۔ د وفاقي كابينې غونډه د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښې د زيارت په ورځ وشوه چې پكښې د پاکستان او کیوبا د دوو كتابتونونو ترمېنځه شريكه مرسته لا قوي كولو لپاره د نېشنل لائبرېري آف پاكستان او د نېشنل لائبرېري آف كيوبا ” جوز مارټي” د تفاهم د يادښتونو منظوري وركړې شوه ۔ كابينې په خاص توګه بېلټ اېنډ روډ روټس سره نزدې هېوادونو كښې د انټرنېشنل ټر??نسپورټ ټېكنالوجۍ سټېنډرډز اېنډ سپیسیفیکېشن سسټمز پحقله سټډي لپاره د نېشنل ټر??نسپورټ ريسرچ سنټر پاكستان او چائنه هائي وے اېنډ ټر??نسپورټېشن سوسائټي او د سېكنډ هائي وے کنسلټنټس کمپنۍ لمېټډ ترمېنځه په درې اړخيزه اېم او يو د لاسليك ه?? منظوري وركړه۔ كابينې د اپريل په 4مه نيټه كال 2018 د قانوني مقدمو ترسره كولو لپاره د كابينه كمېټۍ د غونډې او په درېشم مارچ كال 2018 نجكارۍ لپاره د كابينه كمېټۍ په غونډه كښې د شويو پرېكړو توثيق وكړو۔ كابينې د لېفټېننټ جنرال صادق علي د پي او اېف بورډ پاكستان چيئرمېن په حېث د غوره كېدو ه?? منظوري وركړه۔ كابينې د بېورو آف امېګرېشن اېنډ اوورسيز ا??مپ??ائمنټ لخوا د 54 سفارشونو د اووسيز ا??مپ??ائمنټ پرومټرز ته لائسنس وركولو له د سمندر پورې پاكستانيانو او د بشري وسائلو وزارت له منظوري وركړه ۔ په غونډه كښې د ډاكټر خاور صديقي كهوكهر د نېشنل انسټي ټيوټ آف الېكټرانكس اسلام آباد ډائرېكټر جنرل په حېث د ټاكنې ه?? منظوري وركړې شوه