اسلام آباد 15 مارچ (اے پي پي) د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفرمحمود عباسي د سعودي عرب د سركاري دورې په مهال كمانډر رائل سعودي بارډر ګارډ٬وائس اېډمرل عواد عيدال بلاوي او ايسټرن فليټ كمانډر ر??ئر اېډمرل فهد علي ال فريدان س??ه ملاقاتونه وكړل۔د پاك بحريه وياند له مخې كمانډر رائل سعودي بارډر ګارډ سره د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په پیشه ورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د پاك بحريه لارښود دترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د عزم او كردار په خاص توګه په بحرهند كښې د امن او او اس??حكام په لړ كښې د پاك بحريه لخوا په شويو هڅو رڼا واچوله۔وائس اېډمرل عواد عيدال بلاوي د بحري تجارت آزادانه نقل و حمل او بحري امن او اس??حكام ته د ودې وركولو په لړ كښې د پاك بحريه كردار او خذمات وستائېل۔دې څخه وروستو د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفرمحمود عباسي رائل سعودي نيول فورسز ايسټرن فليټ كمانډر٬ر??ئر اېډمرل فهد علي ال فريدان س??ه ملاقات وكړو۔د ملاقات په مهال په پېشه ورو چارو او د همكارۍ په بېلو څانګو خبرې وشوې۔نيول چيف نيول بيس كښې كمانډ اينډ كنټرول سنټر او مائن او وارف??ئر سنټر دوره هم وكړه۔اېډمرل ظفرمحمود عباسي د بادشاه فهد نيول اكېډمي دوره وكړه او د اكېډمۍ كمانډر ر??ئر اېډمرل زيادال عتيبي سره ئې ملاقات وكړو۔د ملاقات په مهال د شريكې خوښې پھ پېشه ورو چارو٬د تع??يم او تربيې او ځوانانو افسرانو په صلاحيتونو كښې په زياتوالي د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د پاك بحريه مشر كنګ فهد نيول د اكېډمۍ بېلو سېكشنز دوره وكړه او كېډټس او مډشپ سره ئې خبرې اترې وكړی