اسلام آباد 08 فروری (اے پی پی) د پاکستان پیپلز ګوند چیئرمېن بلاول بھټو زرداری وئيلي دي انتها خوښي د ټولې نړۍ لپاره يو لوي چېلنج دے ٬ د حقيقي جمهوريت د لارې د دغې لعنت مخنيوي كېدې شي۔
د نظریاتو په جنګ كښې د ټولو نه لوي جنګ د اعتدال پسندۍ او انتها خوښۍ ترمېنځه دے٬ پاكستان كښې دا جنګ روان دے۔ ده دا خبرې په واشنګټن كښې يوې دستورې ته خپل خطاب کښې وكړې كومه كښې چې د امریکې د كانګريس غړو ، اعلیٰ حکومتی غړو، مهمو پريكړه كوونكو ، کارپوریټ کمپنیو مشرانو ،د بيلو هېواد??نو مشرانو، میډیا، تعلیمی پوهانو او د سول سوسائټۍ تنظیم??نو ګډون وكړو۔ وياند فرحت اللہ بابر ووئيل په دې موقع شهیدې بینظیر بھټو ته پيرزوئنې وړاندې كړې شوې او په دستوره كښې د هغې د انټر??یو?? ویډیو وښودلې شوي، د کانګریس پخواني غړي فرینك وولف بلاول بھټو زرداری له د وېنا بلنه وركولو څخه وړاندې شهیدې بینظیر بھټو ته په ښھ ډول د عقیدت پيرزوئنې وړاندې كړي۔ بلاول بھټو زرداری په خپل خطاب كښې ووئيل نن تر??ه ګرۍ ، غیرمساوی سلوك، موسمیاتی بدلون نړۍ د چيلنج??نو سره مخ كړې۔ ده ووئيل د دغې چیلنج??نو په وجه به مونږ له يو موټې كيدل وي۔ ده ووئيل كه مونږ يو موټې نه شو دا چيلنجونه به نور هم زيات شي، بايد نن مونږ په خپلو اقدارو نظرثانی وكړو ځكه چې دې نه علاوه بله كومه لاره نشته۔ ده ووئيل مونږ له به دا خبره منل وي چې تر??ه ګري او انتها خوښې يواځې تر مسلمانې نړۍ محدوده نه ده۔ ده ووئيل په پاکستان كښې د تر??ه ګرۍ ??ه ضد جذبات زياتېږي خو د تر??ه ګرۍ ??ه ضد په بشپړه ډول ذهن بدلولو له به مونږ له لوظ كول وي۔ ده ووئيل سيمه كښې د تر??ه ګرۍ له امله سیاسی او سماجی توازن ته زيان رسيدلې، كه مونږ په ښه ډول په دې اړه خبره ونه كړه نو مونږ به پھ دې پوهه نه شو چې د تر??ه ګرۍ او انها خوښۍ مخنيوي به څه ډول وكړې شي۔ بلاول بهټو ووئيل پاکستان او امریکا سوئيلي او مينځني اسياﺀ كښې امن او استحکام له ډير څه كولې شي خو دې لپاره د باور فضاء ته اړتيا ده۔ دستوره كښې د ټولې نړۍ څخه 1200 كسانو ګډون وكړو۔ بلاول بھټو زرداری سره پخوانې سناتور اکبر خواجه او سناتور سلیم مانډوی والا هم ملګري وؤ