اسلام آباد ۔ 31 جنوری (اے ??ی پی) د اروپائي ائ??لا?? او د پاكستان ترمينځھ د توان بچت كولو په اړه په مرسته زياتولو سلا راغلې۔ پاكستان به په دې لړ كښې پاور ډويژن ٬ سركاري افسران او د شخصي پوهانو پلاوې د اروپائي پوهانو ??ره وركشاپ كښې ګډون له اروپا ته لېږي۔ دا پرېكړه د شورؤ په ورځ د وفاقي وزير اوېس لغاري او د اروپائي ائ??لا?? سفير جين فين كوئس كاټين ترمينځھ ملاقات كښې شوې۔ سردار اوېس احمد خان لغاري د وركشاپ په كولو د اروپائي ائ??لا?? سفير مننه وكړه۔ ده ووئيل د برېښنا د طلب او رسد ترمينځه د فرق لرې كولو نه وروسته اوس دا خبره مهمه ده چې په صارفينو كښې د برېښنا كارولو په حقله شعور بېدار كړې شي چې ور??ره به نه يوازې د صارفينو پېسې بچت شي بلكې د برېښنا اوسنې پېداوار به د كفايت ??ره كارولو له مرسته ترلاسه شي۔ اروپائي سفير ووئيل چې د اورپا انوېسټمنټ بېنك پاكستان كښې د برېښنا په اړه د پراختيا جاج اخلي او په بلوچستان په شمسي توان د ټيوب وېلو په منتقل كولو به هم غور كوي۔ د دې نه وړاندې هم اروپائي ائ??لا?? خېبر پختونخوا كښې د توان په بېلو پروژو كار كوي۔