اسلام آباد 26 جنوري (اے پي پي)د جمهوریه انډونيزيا ??ولس مشر جوکو ودودو 17م بهرنې مشر دې چا چې د پارلمان شريكې غونډې ته وېنا وكړه۔ د جوكو ودودو نه وړاندې چې كومو بهرنو شخصياتو د پاكستان شريكې غونډې ته يا ?? پاكستان آئيني اسمبلۍ ته وېنا كړې په ھغوي كښې د ايران شهنشاه محمد رضا پهلوي، د فلپائن اولس مشر دیوداس میکاپګل، د انډونيزيا ??ولس مشر ډاکټر احمد سائیکارنو، د سري لنکا وزیراعظم بندرانائیکے، د ترکی اولس مشر کینان ایورن، د فلسطین اولس مشر یاسر عرفات، د فرانس اولسمشر فرانسس مترا، د مجلس شوریٰ اسلامی آف ایران سپيكر حجة السلام مهدي کروبي، د ایران اولس مشر علي اکبر هاشمي رفسنجاني، د مجلس شوریٰ اسلامی ایران حجة اسلام و المسلمین سپیکر علي اکبر ناطے نوري، د چین اولس مشر جیانګ ژیمن، د برتانيې ملکه الزبتھ دوېم ، د تركيې وزیراعظم رجب طیب اردوان، د چین وزیراعظم وین جیاباؤ، د چین وزیراعظم لي کي جیانګ او د چین اولس مشر شي جن پنګ شامل دے۔ د تركيې ??ولس مشر رجب طيب اردوان ته د پاكستان پارلمان ته د درې ځله وېنا كولو اعزاز ترلاسه دې ??و د جهموريه انډونيزيا ??ولس مشر جوکوودودو دويم انډونيشين اولس مشر دې چا چې د پاكستان پارلمان ته وېنا وكړه٬ د دې نه وړاندې د انډونيزيا ??ولس مشر ډاکټر احمد سائیکارنو د جون په 20 مه نېټه كال 1963 كښې د پاكستان قامي اسمبلۍ ته وېنا كړې وه