اسلام آباد 23 جنوري (اے پي پي) د مسلم لي?? ﴿ن﴾ صدر اوپخواني وزيراعظم محمد نواز شريف وئيلي دي چې د غلام اسحاق خان د دور نه د خلقو خواهش دے چې مونږ دواړه وروڼه بېل شو٬ ځكه زمونږ د شخړو خبرونه خپرول كېږي٬ د كله نه چې د سترې محكمې پرېكړه راغلې٬ مونږ هره ورځ په معاشي او اقتصادي پرمختګ كښې په شا روان يو٬ كوم ضمني ريفرنس چې رواړل كېږي مقصد ئې څه دے٬ كله چې ثبوت نه وي نو بايد معامله ختم كړے شي٬ كله چې معامله د ختمېدو په پلو روانه ده نو معامله ځوړندول كېږي٬ زه په دې كښې هېڅ شك نه لرم ??ې ټولټاكنې به كېږي۔ د احتساب په عدالت كښې د وړاندې كېدو په موقع خبريالانو سره په غېر رسمي خبرو كښې پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف ووئيل چې د غلام اسحاق خان د دور نه د خلقو خواهش دے چې مونږ دواړه وروڼه بېل شو٬ ځكه زمونږ د شخړو خبرونه خپرول كېږي۔ ده ووئيل چې اوس سټاك اېكسچېنج د 40 زرو نه لاندې راغلې٬ كله چې زه اقتدار ته راغلم نو هغه وخت سټاك اېكسچېنج ??ه 13 زره پوائنټس و٬ كله چې زه وويستل شوم نو هغه وخت سټاك اېكسچېنج ??ه 53 زره پوائنټس و او پرله پسې اضافه روان?? وه۔ ده ووئيل چې آئي اېم اېف په ډيووس كښې پرون راپور وړاندې كړے چې پاكستان په معاشي توګه د ګاونډي هېوادونو نه وړاندې دے خو چې د كله نه د سترې محكمې پرېكړه راغلې مونږ په معاشي او اقتصادي پرمختګ كښې په شا روان يو۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د نېب چيئرمېن په ټاكنه كومه تبصره كول نه غواړم۔ ده ووئيل چې د سړكونو په جوړولو بايد شاباشې ترلاسه شوې و دلته پوښتنه كېږي چې سړك دې ولې جوړ كړے۔ ده ووئيل چې هره ورځ زما او د شهباز شريف په ضد ريفرنس دائر كولې شي٬ په يو ريفرنس پسې بل ريفرنس دائر كولې شي٬ نېب ته بيا وئيلي شوي چې يو بل ريفرنس دې دائر كړے شي٬ د وړومبي ريفرنس څه ونه شول٬ نور ريفرنسونه تيارول كېږي۔ ده ووئيل چې زما د كېس او د نورو په ضد د كېسونو فرق يوازې د نازولي دے٬ ډېر زر به په عدالتونو كښې د التوا كېسونو په اړه خبره وكړم۔ ده ووئيل چې د نېب كسان د قومي خزانې په خرڅ بهر ځي٬ سېل كولو سره بېرته راشي۔ ده ووئيل چې ما كوم كرپشن نه دې كړې او نه مې د چوكې ناجائز استعمال كړے٬ ټول قوم ته معلومه ده چې دا څه روان دي٬ اولس د سترې محكمې پرېكړه هم نه ده منلې٬ ټول قوم دا پرېكړه رد كړې٬ مېډيا ته هم معلومه ده چې دا پرېكړه درست ن?? وه۔ ده ووئيل چې نواز شريف دې هېواد او قوم لپاره مبارزه كوي٬ په دې سفر كښې كشالو٬ پرېشنانو او كېسونو سره مخ كېږي۔ ده ووئيل چې د زېنب پېښه افسوس ناكه ده٬ په دې بايد سياست ونه كړې شي٬ په ملتان او ډېره اسماعيل خان كښې هم پېښې شوې دي٬ په هغو چا همدردي نه ده كړې