اسلام آباد 08 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی په يوه ورځنۍ دوره سیالکو?? ته رسيدلې دې۔ سیالکو?? ته په رسيدو د خارجه چارو وزیر خواجه محمد آصف د وزیراعظم هركلے وكړو دغسې د كورنيو چارو وفاقی وزیر احسن اقبال او د هوا بازۍ سلاحكار سردار مهتاب احمد هم د وزیراعظم سره ؤ۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د سیالکوټ په هوائي مي??ان د نړيوال ټرمېنل پرانسته وكړه۔ د خپلې دورې په مهال به وزیراعظم سیالکوټ كښې د مسلم لیګ (ن) ورکرز کنونشن ??ه خطاب کوي او د سیالکوټ ایوان صنعت او تجارت غړو سره به ملاقات هم كوي۔ د نېشنل هائی وے اتھارټی چارواكو وزیراعظم شاهد خاقان عباسی ته د سیالکوټ۔لاهور موټر وے په پروژه بریفنګ هم وركړو۔په دې مهال د این ایچ اے چارواكو وزیر اعظم ته ووئيل د سیالکوټ۔ لاهور موټر وے اوږدوالې 91.4 کلومېټره دې په دې به 43 اربه 84 کروړه روپۍ لګښت راځي۔ دوي ووئيل سړك به په څلورو برخو كښې جوړولې شي او د د پروژې وړومب?? برخه به اپریل، دويمه برخه به اګست دغسې پاتې دوه برخې به د روان كال تر دسمبر بشپړ كړې شي۔ د این ایچ اے چارواكو ووئيل د سړكونو بنیادی ډھانچے ته پراختيا وركولو په اړه په ټول هېواد كښې نور سړكونو او موټر وے هم جوړولې شي۔