اسلام آباد 11 دسمبر(اے پي پي) د كورنيو چارو او د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال پاكستان د اي سي او منطقې پرمختګ لپاره د رابطو زياتولو ٬ د تجارت ودې او په نزدې مرسته زور رواړلو سره وئيلي دي چې مونږ له به خپل اولس د عصر حاضر د ټېكنالوجې او اېجاداتو چېلنجونو مقابلې لپاره تيارې له روابط فعالول او ??ار كول وي ٬ د سیاست، معیشت، سلامتیا او د ماحولیاتو په څانګو كښې د چېلنجونو مخنيوي لپاره سيمه ايزې او نړيوالې مرستې ته اړتيا ده۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ د اي سي او د ريجنل كونسل پرانستې غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل د پاکستان موجودہ حکومت د برېښنا په كمبوت قابو موندلې او ترهه ګرۍ ته ئې ماتې وركړې٬ مونږ د شرح نمو د لوړې كچې هدف په ترلاسه كولو كښې كامياب شوي يو او سږ كال لپاره زمونږ د شرح نمو هدف 6 فيصده دے٬ د مينځنۍ اسياء رياستونو د ګوادر بندر د لارې تجارت لپاره په سي پېك كښې د دلچسپۍ څرګندونه كړې ده۔ ده د اي سي او منطقې پرمختګ لپاره د رابطو زياتولو ٬ د تجارت ودې او په نزدې مرسته زور رواړلو سره ووئيل چې مونږ له به خپل اولس د عصر حاضر د ټېكنالوجې او اېجاداتو چېلنجونو مقابلې لپاره تيارۍ له روابط فعالول او ??ار كول وي۔