اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي سوداګرو ته به ټېكس ريفنډ ډېر زر شروع كړو٬ د سي پېك له مخې اقتصاد?? ا?? صنعتي زونز كښې به د پاكستان صنعتكارو ته برابر نمائندګي وركولې شي٬ د امن او امان صورتحال كښې د بهترۍ له امله كراچۍ كښې د سرمايه كارو باور زيات شوې۔ اولس مشر دا خبرې د جمعې په ورځ په ايوان صدر كښې د ملك عمر دين په مش??ۍ كښې د سوداګرو پلاوي سره د ملاقات په مهال كړې۔ اولس مشر ووئيل د كراچۍ د صنعتي زون بنيادي اډانه به ښه كولې شي دغسې چې سرمايه كار زياته سرمايه كاري وكړې شي ۔ ده ووئيل كراچۍ د پاكستان د ټولو نه لوي تجارتي مركز دے ٬ څه موده وړاندې د كراچۍ وضعه خرابه وه ٬ حكومت په محنت د امن او امان صورتحال ښه كړې او د امن او امان صورتحال بهترۍ له امله كراچۍ كښې د سرمايه كارو باور زيات شوې ۔ ده ووئيل سندھ كښې د وفاق په پرمختيائي پروژو په تندۍ سره عملدرآمد روان دے او ??راچي ګرېن لائن بس سروس منصوبه كومه چې په كراچۍ كښې د خپل نوعيت ځانګړې منصوبه ده او ډېره زر به بشپړه شي او دې سره به د كراچۍ اولس ته ګټه ورسي۔ اولس مشر ووئيل د كراچۍ د سوداګرو او صنعتكارو مسئلو هواري له وفاق ټول ترلاسه وسائل كاروي ځكه چې سوداګره ورورلي د هېواد په معيشت كښې د ملا د تير حېثيت لري ۔۔ اولس مشر سوداګرو له باور وركرو چې د سي پېك له مخې به داسې يو قدم نه اخلو چې ورسره ځائي صنعت ته زيان ورسي۔۔ اولس مشر ووئيل كراچۍ كښې سټريټ كرائم لويه مسئله ده د كومو خاتمې لپاره چې اقدامات روان دي۔ په دې موقع د پلاوي چيئرمېن ملك عمر دین اولس مشر د خپلو مسئلو نه خبر كړو او ??ې وئيل د صنعت او تجارت بهترۍ لپاره اوسنې حكومت شاندار كار كوي۔