اسلام آباد 16 نومبر (اے پي پي) قامي اسمبلۍ انتخابي اېکټ 2017ء كښې د بدلون بل په يوه خله منظور كړے٬ د بدلون له مخې د قادياني٬ احمدي يا لاهوري ډلې حېثيت به په حال وي٬ ټولو كانديدانو له به په ختم نبوتۖ د ايمان ح??ف نامه وركول وي او چې كوم غېر مسلمه دي ھغوي له به خپله حلف نامه وركول وي۔ د قانون وفاقي وزير ووئيل رښتنې عاشق رسولۖ يم٬ دا تصور هم نشم كولې چې ھغوي سره څه داسې خبره وتړلې شي چې ورسره د ختم نبوتۖ په عقيده ??وم حرف را شي۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې وفاقي وزير زاهد حامد تحريك وړاندې چې د انتخابي (بدلون) په بل دې غور وكړې شي او د دې نه پس اي??ان د انتخابات بدلون بل 2017 باندې د قامي اسمبلۍ لخوا په وړاندې كړې صورت كښې په سمدستي توګه غور وكړو۔ د اي??ان د منظورۍ نه پس زاهد حامد ووئيل د كال 2002 د ټولټاكنو نه وړاندې حكومت انتخابي اېكټ 2002 نافذ كړے چې پكښې د اسمبليو چوكۍ زياتې كړې شوې٬ د جوائنټ الېكټورل پرېكړه هم وشوه۔ ده ??وئيل په دې كښې سېون بي او سېون سي شل شامل كړې شوې چې له مخې ئې احمدي٬ مرزئي٬ لاهوري او قادياتي غېر مسلمه دي٬ د سېون سی لس ورځو بحالۍ لپاره هم ما تجويز وركړې ٶ چې په لسو ورځو كښې دې شق ختم او دا آپرېشنلائز كړې شي خو دې سره اتفاق ونه كړې شو٬ ده ??وئېل په آئيني (بدلون) بل كښې دا بحال كړې شوے ۔ جماعت اسلامي ھغه وخت د دې بدلون وړاندې كولو وئيلي وٶ٬ سېنېټ كښې د پي ټي آئي سناتور لخوا جلا بل هم وړاندې كړې شوې ٬ ھغه د كابينه څخه منظور كړې شوې او اوس د پارلماني لارښودو په غونډه كښې هم منظور كړې شوې او اوس ئې په مېن بل كښې وړاندې كوٶ٬ ده ??وئېل د انګليسۍ او اردو دواړه حلف نامې هم پكښې شامل دي۔ ده د رائيو اتفاق پېدا كولو لپاره د سپيكر د كردار ستائنه وكړه او د ټولو پارلماني مشرانو ئې هم مننه وكړه۔ داخله وزير احسن اقبال ووئيل مونږ د چا نه د خپل ايمان سند نه اخلو٬ مونږ ټول مسلمانان يو٬ مونږ په ختم نبوتۖ ھغه هومره ايمان لرو څومره چې نور خلق۔ ده ??وئېل زاهد حامد له دا وضاحت د وړاندې كولو ضرورت نشته٬ مونږ چا ته د صفائۍ وړاندې كولو پابند نه يو۔ شېخ رشید ووئيل زاهد حامد ذاتي وضاحت كړې مونږ دا غوښتنه نه ده ??ړې۔ سپيكر په بل اي??ان څخه شق وار منظوري واخسته او د دې نه پس بل اي??ان ته منظورۍ لپاره وړاندې كړې شو او دغسې غونډې په يوه خله د بل منظوري وركړه۔