اسلام آباد 01 نومبر (اے پي پي) د نوې سر شمېرې له مخې د قا??ي اسمبلې د حلقه ??ندو په لړ كښې د آئيني بدلون مسوده جوړه كړې شوې كومه به چې ﴿نن﴾ د زيارت په ورځ د قا??ي اسمبلۍ غونډې ته وړاندې كولې شيِ۔ دا پرېكړه په قا??ي اسمبلې كښې د پارلماني مشرانو غونډه كښې شوې كومه چې د شورو په ورځ د قا??ي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په مشرې كښې وشوه۔ په غونډه كښې د قا??ون وفاقي وزير زاهد حامد٬ د پارلماني چارو وفاقي وزير شېخ افتاب احمد٬ د عوامي نېشنل ګوند لارښود خاجي غلام احمد بلور٬ د جماعت اسلامي صاحبزاده طارق الله٬ د جمعيت علما اسلام ﴿ف﴾ اكرم خان دراني٬ د مسلم ليګ ﴿ف﴾ غوث بخش مهر٬ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مح??ود خان اچكزي٬ د پاكستان پيپلز ګوند سيد خورشيد احمد شاه او سيد نويد قمر٬ د متحده قومي موومنټ ډاكټر فاروق ستار٬ د پاكستان تحريك انصاف شاه مح??ود قريشي٬ د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاؤ٬ِ د قا??ون سېكتر٬ د ټاكنو كميسون سېكتر بابر يعقوب٬ د نادرا چيئرمېن٬ د پاكستان د شمارياتو ادارې افسرانو او د نورو اړوند ادارو چارواكو ګډون وكړو۔ د غونډې په مهال د ټاكنو كميسون او نادرا چارواكو ګډون كوونكو ته مطلوبه شمېرې وړاندې كړې او پارلماني مشرانو ته ئې د نوو حلقه ??ندو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ د غونډې نه پس خبريالانو سره په خبرو كښې د قا??ي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د نوو حلقه ??ندو په اړه د قا??ون مسودې ته حتمي شكل وركړې شوې كومه به چې د قا??ي اسمبلۍ غونډه كښې وړاندې كولې شي او د دې نه پس ئې د سېنېټ څخه منظوري اخستلې شي۔ ده ووئيل يوه ورځ وړاندې هم په غونډه كښې د قا??ي اسمبلۍ په 272 چو??و اتفاق شوے و٬ نن په دې معامله نور مشاورت وشو او د قا??ون مسودې ته حتمي شكل وركړې شو۔ ده ووئيل د نوو حلقه ??ندو له مخې په خېبر پښتونخوا كښې د قا??ي اسمبلې څلور عمومي او يوه د مېرمنو چو??ې زياته كړې شې٬ په صوبه كښې به عمومي چو??ې 39 او خاص چو??ې به 9 وي٬ دغسې د خېبر پښتونخوا د ټولو چو??و شمېره به 48 شي۔ ده ووئيل په بلوچستان كښې به دوه عمومي او يوه د مېرمنو چو??ې زياته كړې شي او په صوبه كښې د ټولو چو??و شمېره به 20 شي۔ د وفاق تر انتظام لاندې د قبائيلي سيمو او د سندھ په چو??و كښې كوم بدلون نه دې شوې۔ ده ووئيل په وفاقي پلازمينه كښې به د يوې چو??ې اضافه كولې شي او دغسې د دې ځائ د چو??و ټوله شمېره به درې شي۔ دغسې په مجموعي توګه به د قا??ي اسمبلۍ عمومي چو??ې 272 وي او د 60 خاص چو??و سره به د قا??ي اسمبلۍ د چو??و ټوله شمېره 332 شي۔ ده ووئيل په چو??و كښې اضافه به د ابادې په بنياد كېږي۔ 7 لكه 80 زره ابادې لپاره به د قا??ي اسمبلۍ يوه چو??ې وي۔ ده ووئيل دا لړې به د اېن اے ون څخه پېل شي۔ په دې كښې مارجن اف اېرر پلس مائنس 10 كېدې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د حلقه ??ندو په اړه د ټولو سياسي ګوندونو ترمېنځه اتفاق دے٬ د ټاكنو كميسون كار پېل كړے او هغه به په دې لړ كښې زيات په تفصيلي توګه خبر كړو۔ د غونډې نه پس خبريالانو سره په خبرو كښې قا??ي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد احمد شاه ووئيل نويو حلقه ??ندو سره به كومه ګټه يا زيان نه كېږي٬ ضمني ټاكنې به هم د نويو حلقه ??ندو له مخې كېږي۔ ده ووئيل د نويو حلقه ??ندو په آئيني بدلون دې حكومت سېنېټ هم په اعتماد كښې واخلي